د سریلانکا سیاسي کړکیچ؛ ولسمشر له هیواد څخه وتښتېد

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۲ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)
سریلانکا کې د سیاسي کړکیچ پر دوام له دغه هیواد څخه وروستي راپورونه، چې ولسمشر له هیواد څخه تښتېدلی دی.
د سریلانکایي رسنیو د خبر له مخې ددغه هېواد ولسمشر تر سختو لاریونونو او د ولسمشرۍ ماڼۍ تر محاصره کېدو وروسته څو ورځې پټ و او اوس یې له دغه هیواد څخه پښې سپکې کړې دي.
په دې سره په سریلانکا کې د یوې کورنۍ څو لسیزې واکمني پای ته رسېدلې ده.
خلکو په دغه هېواد کې وروسته له هغه لاریونونه وکړل چې ګراني اوج ته ورسېده خو حکومت یې د کنټرول لپاره هېڅ اراده نه لرله.
ویل کېږي چې د سریلانکا تښتېدلی ولسمشر “مالدیو” ته تللی دی او اوسمهال په دغه هېواد کې هېڅ حکومت نشته.



