نیویارک ټایمز: عرب مشران پر امریکا بې باوره دي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۶ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)

د امریکا د متحدو عربي هېوادونو مشرانو پر امریکا خپل باور له لاسه ورکړی دی.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې منځني ختیځ ته د بايډن پر سفر یوه مقاله خپره کړې ده او په هغه کې وایي چې بایډن د سیمې له سفر له کومې سترې لاس ته راوړنې پرته امریکا ته راګرځېدلی دی.

دغه ورځپاڼه وايي په وروستیو کلونو کې د بایډن او ټرمپ سیاستونو نړیوال پر امریکا بې باوره کړي دي او نږدې ملګري هېوادونه یې هم له دغه هېواد سره همکارۍ ته زړه نه ښه کوي.

ورځپاڼه کاږي د منځني ختیځ حاکمان داسې فکر کوي چې امریکا بې وفا ده او پر دوی تکیه کول ستره تېروتنه ده.

نیویارک ټایمز وایي سره له دې چې امریکا غوښتل منځني ختیځ ته په خپل سفر روسیې، چین او ایران ته خپل قوت وښيي، خو داسې ښکاري چې په دې چاره کې ناکامه شوې ده او په سیمه کې پخوانی محبوبیت نه لري.

مربوطه مطالب

Back to top button