کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۷ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)
د غير رسمي پایلو له مخې تحریک انصاف ګوند د پنجاب ايالت ضمني ټاکنو کې د ایالتي اسمبلۍ له شلو ۱۵ څوکۍ ګټلې دي.
دا پایلې ښيي چې د پنجاب د ضمني ټاکنو څلور نورې څوکۍ اوسني واکمن مسلم لیګ (ن) او یوه خپلواک نوماند خپله کړې ده.
پخواني لومړي وزیر “عمران خان” د دغو ټاکنو پایلو ته په اشارې ویلي د پاکستان تحریک انصاف ګوند غړو او رای اچوونکو دغو ټاکنو کې “یوازې د مسلم لیګ (ن) نوماندان نه، بلکې ټول دولتي ماشین، په ځانګړې توګه د پولیسو زور زیاتی او د ټاکنو دولت پلوی کمېسیون” ته هم ماته ورکړې ده.
په ورته مهال د مسلم لیک “ن” واکمن ګوند مرستیالې مشرې مریم نواز ټاکنو کې د خپل ګوند ماته منلې او په خبره یې دوی د خلکو فیصلې ته غاړه ږدي او ټاکنو کې خپله ماته مني.
د پاکستان پنجاب ایالت د واکمن مسلم لیک “ن” ګوند مرکز بلل کيږي د کتوونکو په باور په دغو ټاکنو کې د تحریک انصاف ګوند بریا وښوده چې عمران خان او ګوند یې لا هم په پاکستاني ولس کې محبوبیت لري او د دغو ټاکنو پایلې په عمومي انتخاباتو هم اثر غورځولی شي.


















