منځني ختیځ ته د بایډن سفر؛ اسرائیلي اشغالګرو پر غزې هوایي بریدونه کړي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۶ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)
منځني ځتیځ ته د امریکا د ولسمشر “جوبایډن” د سفر سره همهاله اسرائیلي اشغالګرو د فلسطین پر غزې تړانګه هوایي بریدونه کړي چې د عربي رسنیو د راپورونو له مخې ګڼ شمېر کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
غزه کې روغتیایي سرچینې وایي، چې اسرائیلي اشغالګرو د حماس او اسلامي جهاد ډلو د څو مرکزونو په ګډون ګڼ ملکي اهداف هم په نښه کړي چې په پایله کې یې ۶ تنه شهیدان شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
په ورته مهال د حماس اسلامي غورځنګ پوځي څانګې “القسام” د اسرائیلي اشغالګرو د بریدونو په غبرګون کې په یهودي میشتو ښارونو ګڼ توغندي ویشتلي، خو پکې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي.
حماس غورځنګ خبرداری ورکړی که اسرائیلي اشغالګر بریدونه ونه دروي نو پایلې به یې خورا خطرناکې وي او دوی کولی شي د پلازمینې تل أبیب په ګډون ټول یهودي میشتي ښارونه په نښه کړي.
باید وویل شي چې د امریکا ولسمشر تر اسرائیلو وروسته د فلسطین د خپلواک حکومت پلازمینې رام الله ته هم تللی و او د فلسطین د ولسمشر “محمود عباس” په ګډون یې ګڼو فلسطیني چارواکو سره کتلي و خو د حماس د اسلامي غورځنک د سیاسي څانګې مشر اسماعیل هنیه بایډن سره له لیدلو ډډه وکړه او بایډن یې تورن کړ د فلسطنیانو د قاتلانو تر شا ولاړ دی او مرسته یې کوي.



