یکشنبه, اپریل 19, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه افغانستان

ذ.مجاهد: د سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو د پیاوړتیا په هدف له پاکستاني پلاوي سره یو شمیر توافقات ترسره شول

ح جلال نشرونکی: ح جلال
جولای 21, 2022
کټګوریانې: افغانستان, خبرونه
0
12
ځلې شریک شوی
149
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

کابل ټکی کام (پنج شنبه ۳۰ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)

د ا.ا.ا وياند ذ.مجاهد وايي، چې د ۲۰۲۲ میلادي کال د جولای په ۱۹مه نېټه په سوداګریزو او ټرانزیټي موضوعاتو د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست الحاج نورالدین عزیزي په مشري، اړونده مسئولینو او د پاکستاني پلاوي، تر منځ چې مشري یې د یاد هیواد د سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلي صالح احمد فاروقي په غاړه وه، د ټاکل شوې اجنډا په جزئیاتو د هراړخیز او مفصل بحث په پایله کې دواړې خواوې پر لاندې توافقاتو باندې سره سلا شول.

دا هم ولولئ

ذبیح الله مجاهد: «پرمختګ» ویبسایټ به د اسلامي امارت د لاسته راوړنو لپاره باوري معلوماتي سرچینه وي

ولسمشر پزشکیان: هېڅ ځواک نشي کولای ایران له خپلو حقونو محروم کړي

یمني ځواکونه: که امریکا ایران سره توافق ته ونه رسېږي باب‌المندب تنګی به په بشپړه توګه وتړل شي

۱ــ دواړو لورو موافقه وکړه چې د ۲۰۲۲م کال د اګست میاشتې له پیل څخه به د دواړو هیوادونو باربري لارۍ اجازه ولري چې افغانستان او پاکستان ټولو سیمو ته ازاد تګ راتګ وکړي.

۲.ــ د سوداګریزو توکو د انتقال د مودې په اړه دواړه لوري دې پایلې ته ورسېدل چې پاکستان په هغو ټرانزیټي توکو چې ددوی له خاورې افغانستان ته داخلیږي هیڅ زماني قید نه وضع کوي. همدا رنګه افغانستان د خپلې خاورې څخه پاکستان ته د توکو د لیږد موده له ۵ ورځو څخه ۸ ورځو ته پورته کړه.

۳ــ پاکستاني لوري څرګنده کړه چې د (اپټا ۲۰۱۰) سوداګریز تړون ته د نوي تړون تر لاسلیک پورې ژمن دی. دواړو لورو ومنله چې د اپټا ۲۰۲۱ عنوان لاندې د ترسره شوو خبرو اترو په ترڅ کې د هغو کارونو د بشپړتیا لپاره عملي ګامونه پورته شي چې پرې توافق رامنځته شوی وو. د بهرنیو کانتینرونو څخه د افغان سوداګرو د توکو ځايي لاریو او کانتینرونو ته انتقال او د پاکستاني هوايي ډګرونو له لارې د افغان سوداګرو د مالونو د لېږد, سکېن او بررسي لپاره اسانتیاوې برابرول په دې موافقو کې شامل دي.

۴ـــ په مذاکراتو کې پاکستاني لوري ډاډ ورکړ چې د واګه سرحد له لارې هند ته د افغاني مالونو په صادرولو هیڅ ډول محدودیت شتون نه لري.

۵ ـــ دواړو لورو موافقه وکړه چې د سیمه ایز اتصال په هدف به د افغانستان, پاکستان او ازبکستان درې اړخیزه ناسته په مناسب وخت کې ترسره شي.

۶ ـــ موافقه وشوه چې د تورخم او سپین بولدک لارې به هره ورځ څلورویشت ساعته د سوداګریزو موټرو د ګمرکي او ټرانزیټي چارو د ترسره کېدو لپاره پرانیستې وي.

۷ــ افغانستان ومنله چې د غلام خان او ډنډپټان لارې به هره ورځ دولس ساعته د ټرانزیټ لپاره خلاصې وي او د اړتیا په صورت کې به کاري ساعتونه زیاتوي.

۸ ـ پاکستاني لوري څرګنده کړه چې د هغو توکو ژر طی مراحل په پام کې نیسي چې حساس او لږ وخت کې خرابیږي.

۹ـــ دواړو لورو ومنله چې په ټرانزیټي لارو د موټرو په تګ راتګ کې دې تعادل رامنځته شي.

۱۰ـــ پاکستاني پلاوی چمتووالی وښود چې له دقیقې ارزونې وروسته به د ټرانزیټي لاریو د بېروبار کمولو لپاره د ګمرکي سیستمونو او تاسیساتو موجوده مراکز د عبور او مرور له نقطو نه نورو لرې نقطو ته د لیږد لپاره اقدام وکړي.

۱۱.ـــ دواړو لورو د ټرانزیټي لاریو لپاره په ټولو لارو کې د ځانګړو اسانتیاوو د برابرولو موافقه وکړه.

۱۲ ـــ دواړو لورو موافقه وکړه چې د ګمرکي مالوماتو د شریکولو او د سیستمونو همغږي کولو لپاره به د دواړو هیوادونو ګمرکي ادارې په ځانګړې ناسته کې تصامیم ونیسي.

۱۳ـــ په مذاکراتو کې موافقه وشوه چې د دواړو هیوادونو خصوصي سیکتورونه به د بارټر سوداګري لپاره د ښکاره او ځانګړي میکانیزم د ټاکلو لپاره ناستو ته دوام ورکړي.

۱۴ ـــ دواړو لورو څرګنده کړه چې د ځانګړي میکانزم په جوړولو سره به د دواړو هیوادونو د وګړو لپاره د ویزې اخیستلو اسانتیاوې رامنځته شي.

۱۵ـــ موافقه وشوه چې دواړه هیوادونه به د اګست میاشتې په پای کې په امتحاني توګه د مسافر لېږد سورلۍ بسونو خدمات پیلوي. په لومړي سر کې به ۲ عدده مجهز او عصري بسونو څخه استفاده کیږي چې پنځلس ورځې وروسته به له دواړه لوري دا شمېر پنځه بسونو ته لوړوي. د یوې میاشت په تېرېدو به دواړه لوري د خدماتو دقیقه ارزونه وکړي تر څو د یادې چارې د ترسره کولو لپاره د بسونو شمېر مشخص کړي.

د مجاهد په وينا، په دې خبرو اترو کې له دواړو لورو د اړوندو ادارو باصلاحیته استازو ګډون درلود.

مخکینې مطلب

افغان حکومت: ‏افغانستان کې د بشر حقونو په تړاو د یوناما راپور حقیقت نه لري

بل مطلب

د سریلانکا سیاسي کړکیچ؛ یوځل بیا پراخ لاریونونه پیل شوي

ځانګړي مطالب

افغانستان

ذبیح الله مجاهد: «پرمختګ» ویبسایټ به د اسلامي امارت د لاسته راوړنو لپاره باوري معلوماتي سرچینه وي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
خبرونه

ولسمشر پزشکیان: هېڅ ځواک نشي کولای ایران له خپلو حقونو محروم کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
خبرونه

یمني ځواکونه: که امریکا ایران سره توافق ته ونه رسېږي باب‌المندب تنګی به په بشپړه توګه وتړل شي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
خبرونه

پنټاګون:افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه چارواکو سره د مرکو بهیر پای ته رسېدلی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
خبرونه

قزاقستان غواړي له افغانستان سره د خپل تجارت کچه تر ۳ میلیارده ډالرو پورې لوړه کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026

وروستي

ټولګټو وزارت: د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې انتقالات ۳۹ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

کندهار کې د ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د برغني چکډم پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

جنوبي لبنان کې د نښتو پر مهال یو اسرائیلي سرتېری وژل شوی او ۵ تنه نور ټپیان شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

بهرنیو چارو وزارت: افغانستان له نړيوالې ټولنې سره دایمي تعامل ته ژمن او د رغنده خبرو اترو ملاتړی دی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ له بېلابېلو لارو ۹۸۰ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

    14 شریک شوي
    شریکول 6 Tweet 4
  • د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    24 شریک شوي
    شریکول 10 Tweet 6
  • پنټاګون:افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه چارواکو سره د مرکو بهیر پای ته رسېدلی

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ذبیح الله مجاهد: «پرمختګ» ویبسایټ به د اسلامي امارت د لاسته راوړنو لپاره باوري معلوماتي سرچینه وي

ولسمشر پزشکیان: هېڅ ځواک نشي کولای ایران له خپلو حقونو محروم کړي

یمني ځواکونه: که امریکا ایران سره توافق ته ونه رسېږي باب‌المندب تنګی به په بشپړه توګه وتړل شي

پنټاګون:افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه چارواکو سره د مرکو بهیر پای ته رسېدلی

قزاقستان غواړي له افغانستان سره د خپل تجارت کچه تر ۳ میلیارده ډالرو پورې لوړه کړي

ټولګټو وزارت: د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې انتقالات ۳۹ سلنه زیات شوي

کندهار کې د ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د برغني چکډم پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

جنوبي لبنان کې د نښتو پر مهال یو اسرائیلي سرتېری وژل شوی او ۵ تنه نور ټپیان شوي

بهرنیو چارو وزارت: افغانستان له نړيوالې ټولنې سره دایمي تعامل ته ژمن او د رغنده خبرو اترو ملاتړی دی

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com