د سریلانکا سیاسي کړکیچ؛ یوځل بیا پراخ لاریونونه پیل شوي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۳۰ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)
په سریلانکا کې وروسته تر هغه یو ځل بیا خلک لارو کوڅو ته راووتل چې پارلمان د دغه هېواد پخوانی لومړی وزیر “رانیل ویکر مسینګي” ته د نوي ولسمشر په توګه د باور رایه ورکړه.
لاریونوال وایي چې “مسینګي” هم د پخواني ولسمشر ملګری و، له هغه سره یې په فساد کې برخه اخیستې او د هیواد شتمنۍ یې لوټ کړي دي.
رایونوال تور لګوي چې نوی ټاکل شوی ولسمشر د سریلانکا په اقتصادي او سیاسي بحران کې د پخواني ولسمشر هومره ښکېل دی نو دوی یې د ولسمشر په توګه نه شي منلی.
لاریون کوونکو خبرداری ورکړی دی چې دوی به د “رانیل ویکر مسینګي” تر استعفا پورې خپلو لاریونونو ته دوام ورکړي.



