کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۳۰ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)
په داسې حال کې چې روسي ځواکونه په اوکراین کې خپل پرمختګ ته دوام ورکړی امریکا اوکراین ته د نورو توغندیو د ورکولو پرېکړه کړې ده.
د امریکا د دفاع وزیر “لویډ آسټین” په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې دوی اوکراین ته نور لرې هدف وېشتونکي او پیاوړي توغندي ورکوي.
د آسټین په خبره روسیې پر اوکراین خپل بېرحمانه یرغل ته ادامه ورکړې ده او موږ به د اوکراین ملاتړ ته دوام ورکوو.
په ورته مهال د اوکراین دفاع وزارت د واشنګټن د دی وروستۍ پرېکړې هرکلی کړی دی او ترڅنګ یې ویلي، چې تر دې وړاندې یې هم د امریکا د نورو توغندیو په مرسته د روسیې د وسلو لسګونه زیرمنتونونه او د پوځ د مرستې مرکزونه له منځه وړي دي.
باید وویل شي چې مسکو تر اوسه د واشنګټن د نوې پرېکړې په هکله څه نه دي ویلي خو وړاندې تر دې یې کېیف سره د واشنګټن پر مرستو نیوکې کړې دي.


















