کابل ټکی کام (پنج شنبه ۳۰ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)
د افغانستان بانک د معلوماتو له مخې، دغه بانک غواړي چې د ۱۴۴۳ کال د ذوالحجه د میاشتې په ۲۴ نېټه (۱۴۰۱/۰۵/۰۱) د شنبې په ورځ د داوطلبۍ له لارې (۱۳) میلیونه امریکايي ډالره په لیلام ډول وپلوري.
د افغانستان بانک له سوداګریزو بانکونو او د صرافۍ او د پولي خدمتونو له شرکتونو څخه چې په شرایطو برابروي، غوښتنه کړې، څو په دې داوطلبۍکې ګډون وکړي.
د افغانستان بانک په خپل رسمي ټويټر آدرس ليکلي، چې د داوطلبۍ ګټوونکي اړ دي څو خپل حسابونه د لیلام د ورځې تر پایه پورې تصفیه کړي.
بانک وايي، د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کیږي، د داوطلبۍ ګټوونکي د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل په نغد ډول په ټاکلي موده کې د افغانستان بانک ته سپاري.


















