د کرنې وزارت: په لغمان کې د شاوخوا ۶۵ میلیونه افغانیو په لګښت څلور بنسټیزې پروژې پیلوي

کابل ټکی کام (پنج شنبه ۳۰ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)

د افغانستان د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي، په لغمان کې د شاوخوا ۶۵ میلیونه افغانیو په لګښت څلور بنسټیزې پروژې پیلوي.

کرنې وزارت ويلي، چې دغه پروژې د خوړو نړیوالې ادارې «WFP» په مالي همکارۍ د لغمان ولایت د الینګار په ولسوالی کې پيلوي چې شاخوا ۶۵ میلیونه افغانۍ ارزښت به ولري.

د کرنې وزارت په خبر پاڼه کې راغلي، چې ددغو پروژو له پیل سره به شاوخوا ۹۴۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

د وزارت د معلوماتو له مخې، دغه پروژې په یو شمېر نورو ولسوالیو کې هم پلي کېږي.

د کرنې وزارت وړاندې لیکلي چې په یادو پروژو کې استنادي دېوالونه، سړکونه او همدا راز کانالونه شامل دي.

مربوطه مطالب

Back to top button