ځایي چارواکي وایي چې د کابل ـ باميان لويه لار د سېلابونو راوتلو له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده. د هغوی په وینا، د میدان وردګو په جلریز ولسوالۍ کې پرون له غرمې وروسته شاوخوا دوه بجې د سخت باران له امله سېلابونه راوتلي چې د کابل ـ باميان لويه لار د ترافيکو پر مخ تړلې.
د ننګرهار د ترانسپورت رييس حنظله ملنګ ويلي، چې د سېلابونو له کبله د کابل- جلال آباد لويې لارې اړوند سیمې ويجاړې شوې دي.
نوموړی وايي، چې سيمې ته د لارې د خلاصون په موخه عمله لېږل شوې او سمدستي دې پرې مسافر له تګ راتګ ډډه وکړي.


















