امريکا پر سعودي او متحده اماراتو د الوتکو ضد توغندیو سیستم وپلوره

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۳ زمری، ۱۴۰۱ل)

د راپورونو له مخې، ‏امریکا اعلان وکړ چې پر سعودي عربستان او عربي متحده اماراتو يې څه باندې پنځه میلیارد ډالرو پر ارزښت د الوتکو ضد توغندیو سیستم وپلوره.

‏د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې سعودي عربستان به د الوتکو ضد یا دافع هوا ۳۰۰ پیتریات توغندي سیستم ورکړي.

د معلوماتو له مخې، دا سیستم د لرې ویشتونکي بالیسټیک توغندیو، کروز توغندیو او جنګي الوتکو د ویجاړولو وړتیا لري.

دغه ‏راز معلومات ښيي چې امریکا پر عربي متحده اماراتو هم د THAAD توغندیو سیستم پلوري، چې ټولیز ارزښت یې ۲.۲۵ میلیارد ډالره ښودل شوی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button