ملي راډیو ټلوېزیون په خپله نوې جوړه شوې فېس بوک پاڼه نشرات پیل کړل

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۳ زمری، ۱۴۰۱ل)

د افغانستان ملي راډیو ټلوېزیون له شاوخوا یوې میاشت ځنډ وروسته په خپله نوې جوړه شوې فېس بوک پاڼه نشرات پیل کړي دي.

د دغې رسنۍ رئیس احمد الله وثیق ازادي راډیو ته وویل، دا چې د دوی نشرات تر خلکو پورې ورسېږي، دوی د اړتیا پر بنسټ دا کار کړی دی.

د افغانستان د ملي راډيو تلويزيون رئيس احمدالله وثيق په نوې جوړه شوې فسبوک پاڼه ليکلي: (دا چې د RTA Pashto فيسبوک پاڼه د فيسبوک ادارې له خواه وتړل شوه نو موږ اوس نه شو کولای چې د فيسبوک ادارې سره رسمي صفحه ولرو تر هغې وخت چې بيرته زموږ صفحه له بنديز څخه خلاصيږي نو موږ غواړو له دې صفحی څخه خپل کار پرمخ يوسو هيله ده چې د RTA Pashto نوي صفحی سره يوځای شئ، ملګري مو ورته دعوت کړئ او شير يې کړئ.)

دغه راز نوموړی وايي، دوی د فېس بوک ادارې سره په اړیکه کې دي، څو راجستر شوې پاڼې یې ورته ازادې کړي.

نوموړي دا هم لیکلي وو، چې د دوی اداره دمګړی د نویو فېسبوک پاڼو د فعالولو اراده نه لري او د ملي ټلوېزیون په نوم جوړې شوې ټولې پاڼې جعلي دي.

د فېسبوک ادارې په دې اړه په رسمي ډول هیڅ هم خپاره نه کړل.

مربوطه مطالب

Back to top button