کابل ټکی کام (جمعه، ۱۴ زمری، ۱۴۰۱ل)
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر “رانا ثناالله” ویلي، چې امريکايي ډرون د دوی له خاورې په استفادې کابل کې بريد نه دی کړی او پاکستان په دې برخه کې د څه مسووليت نه اخلي.
نوموړي جيو نيوز ټلويزيون ته ويلي، ايمن الظواهري چېرته چې اوسېده، هلته په نښه شوی او په دې تړاو بحث هم بايد د امريکا او افغانستان تر منځ وشي.
دا په داسې حال کې ده چې يوې ډرون الوتکې د تېرې يکشنبې په سهار د کابل ښار په شيرپور سيمه کې پر يوه کور بريد وکړ او وروسته د امريکا ولسمشر ادعا وکړه چې بريد دوی کړی او د القاعدې نړیوال جهادي حرکت مشر “ايمن الظواهري” يې په نښه کړی دی.
دا ادعا که څه هم تر دې مهاله القاعدې نه ده تاييد کړې، خو داسې ویل کېږي چې امريکا ياد بريد د پاکستان له هوايي حريمه په استفادې کړی دی.
د اسلامي امارت په مشرۍ افغان حکومت ياد بريد د نړيوالو قوانينو او دوحې د هوکړې خلاف عمل بللی دی.