ملا برادر: ژر به د کابل سوالګرو ستونزې حل او ماشومانو ته به يې د زده کړو زمینه برابره شي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۸ زمری، ۱۴۰۱ل)

د رياست الوزرا اقتصادي معاونيت وايي، چې ډېر ژر به د کابل ښار څخه سوالګر راټول، ستونزې به يې حل او ماشومانو ته به يې د زده کړو زمينه برابره شي.

د اقتصادي معاونيت د رسمي ټويټرپاڼې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ‏د ا.ا.ا د مشرتابه شیخ هِبة‌الله اخوندزاده د حکم پر اساس به د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند د نورو ارګانونو په ملتیا په کابل کې د سوالګرو پر را ټولولو او د هغوی د مشکلاتو پر حل کولو ژر کار پیل کړي.

خبرپاڼه زياتوي، هغه سوالګر چې کسب یې زده وي، هغوی به بایومیټرک کیږي ‏او په اړونده برخه کې چې دوی کولی شي د کار زمینه به ورته برابره شي.

د معلوماتو له مخې، د دغه ډلې سوالګرو له سرپرستانو تعهد اخیستل کېږي چې په راتلونکي کې به سوال نه کوي.

دغه راز د رياست الوزرا اقتصادي معاونيت خبرپاڼه زياتوي، چې سوالګرو ماشومانو ته د تعلیم زمینه برابره شي، هغه سوالګر چې واقعاً غریب دي او کوم کار نشي کولی، هغوی ته به د معاش زمینه برابرېږي.

که څه هم د پخوا راهيسي په کابل ښار کې سوالګر زيات دي، چې د تېر جمهوريت پر مهال ورته هيڅ توجه نه کېده او د سوالګر په منځ کې ځينې داسې کسان هم شتون لري، چې اقتصادي وضعیت يې ښه، خو سوال کول يې عادت او دنده ګرځېدلې وي.

Related Articles

Back to top button