روسیه: د امریکا پر هغې ادعا شکمن دي چې وایي الظواهري یې په افغانستان کې وژلی دی

کابل ټکی کام (جمعه، ۲۱ زمری، ۱۴۰۱ل)

روسیه وایي د امریکا پر هغه ادعا شکمن دي چې وایي الظواهري یې په افغانستان کې وژلی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند په خپلو تازه څرګندونو کې پر کابل د امریکا هوایي برید غندلی او دا مسئله یې د جدي اندېښنې وړ بللې ده.

د نوموړي په خبره امریکا په افغانستان کې د ظواهري د وژل کېدو په تړاو اسناد خپاره نه کړل نو دا مسئله ښيي چې هغه لا ژوندی دی او د امریکا ادعا بېځایه ده.

روسیه وایي دوی د افغان چارواکو پر څرګندونو تمرکز کوي او په دې اړه به تر تحلیلونو وروسته پرېکړه کېږي، خو په ټوله کې پر کابل د امریکا وروستی برید ښکاره تېری او له نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده.

باید وویل شي چې د امریکا ولسمشر روانه میاشت ادعا وکړه چې کابل کې یې په یوه هوایي برید کې د القاعدې نړیوال جهادي حرکت مشر ډاکټر ایمن الظواهري وژلی هغه ادعا چې اسلامي امارت رد کړې ده او القاعدې هم تر اوسه د خپل ۷۱ کلن مشر د برخلیک په تړاو څه نه دي ويلي.

مربوطه مطالب

Back to top button