چین سره د ۳۰۰ میګاواټه برېښنا د تولیدي فابریکې جوړولو تفاهم لیک لاسلیک شو

کابل ټکی کام (جمعه، ۲۱ زمری، ۱۴۰۱ل)
د چین یو دولتي شرکت د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان کې د ګازو د ساحې د اکتشاف او بیا د ۳۰۰ میګاواټه برېښنا د تولید فابریکه جوړوي.
د افغانستان ا.ا وياند ذبيح الله مجاهد په خپله رسمي ټويټرپاڼه ليکلي، چې د (Yellow Reviver Engineering Consultancy https://t.co/9FnNWwt9uC) د چین یو دولتي شرکت او د ا ا ا (د اوبو او انرژۍ وزارت، دمعدنو او پټروليم وزارت او برېښنا شرکت) ترمنځ هوکړه لاسليک شوې ده.
د مجاهد په وينا د يادې هوکړې له مخې، به
په شبرغان کې د ګازو د ساحې اکتشاف او بيا د ۳۰۰ ميګاواټه بريښنا د توليد فابريکه جوړه کړل شي.
دا معاهده د اوبو او انرژۍ په سکتورونو کې د ملي او نړیوالو خصوصي پانګونو د جذب او هڅونې کنفرانس څخه وروسته ترسره شوه.



