مذهبي جګړې د حال او راتلونکې فتنه!

مذهبي جګړې د حال او راتلونکې فتنه!

سعيد جواد

له بده مرغه زموږ په ټولنه کې دا تير څلويښت کاله د مذهبي تنوع ترعنوان لاندې مذهبي اختلاف ته ډير زيآت کار وشو چې په پايله کې يې متاسفانه دا ټولنه په ډير بده توګه په مذهبي تعصب بلاربه شوه او له بدمرغه دا زيږون به زموږ دا ديني ټولنه په سيکولر ټولنه بدله کړي،داسې چې زموږ ديني قربانۍ به دتاريخ له حافظې هم محوه کړي.

مذهبي جکړې،تمدني ناورين!

اروپا کې دعيسوي مذهب د دوه فرقو پروتسانت او کاتوليکانو ترمنځ سختې جګړې وشوې،پايله يې دا شوه چې اروپايي انسان د دين له هر ډول تفسير څخه منکر شو،داسې انقلاب راغی چې کاتوليک،پروټسټ او هر هغه مذهبي مشر يې کونج ته کړ چې د دين قمچين يې په لاس کې وه.

اروپا خپله سيکولره نشوه بلکې دمذهبي مشرانو خپل منځي جګړو،اختلافونو او شخړو اړ کړه چې دين يوې څنډې ته کړي،ځکه دين يوازې اروپايي انسان ته جګړه،بدمرغي،تعصب،کينه او کرکه ورپريښې وه او واحده ټولنه يې په بيلابيلو برخو ويشلې وه.

په اسلامي نړۍ کې دشيعه او سني ټکر وروسته اوس هلته په هر مذهبي اسلامپال باور له منځه تللی دی،نن تاسې عراق وګورئ چې په مذهبي جګړه کې سوځي،همغه عراق چې په ټول منځني ختيځ کې يې ځواک بې ساری ؤ،هغه عراق چې دخپلې بقاء او لوړتيا لپاره په کويټ او تهران کې په جګړه بوخت ؤ،همغه عراق امريکا او غرب په خپل مذهبي جګړو کې ښکيل کړ،پرچه پرچه يې کړ،اوس دامريکا،ايران،روسيې،ترکيې،اسرايل او سعودي عربستان ترمنځ داسې يو لوبغالی دی چې هر يو پکې دخپلو ګټو لپاره ځغلي،همغه عراق کې اوس سيکولار مصطفی الکاظمي باندې ولسونه باور کوي،خو مذهبي مقتدا الصدر پکې يوې څنډې ته دی،هلته کوم بل سني هم نشته چې ددين په نماينده ګۍ ولس ته ودريږي،دا ځکه چې ديني ادرسونه ډير بد پاتې راغلل،تاسې که سوريې،يمن،لبنان،سودان او نورو هيوادونو ته سر ورښکاره کړئ،د بر بادۍ په سترو لاملونو کې يې مذهبي جګړې او ټکرونه دي،نو خدای مکړه دغه بد وايروس زموږ هيواد هم په غيږ کې ونه نيسي داسې چې بيا به مو خلاصون په هيڅ ډول نه وي.

بيا به په دې خاوره نه څوک حنفي مني،نه سلفي،نه به څوک سيفي مني او نه اخواني،بلکې دا خاوره به بيا داسې له ديني حرکتونو څخه پاکه وي،لکه نن چې ترې تاجکستان،ازبکستان،ترکمنستان او يو شمير نور هيوادونه پاک دي او دا مهال به ټوله پړه دهغه مذهبي ډلو په اوږو وي چې ټولنه يې په دې بد زيږون بلاربه کړې وه.

مذهبي جګړې له کومه ځايه سرچينه اخلي؟

له بده مرغه په ټولو اسلامي جماعتونو کې دا تصور عام شوی دی چې دده مخالف لوری،ګمراه او بې لارې دی،کله چې په يوه جماعت کې خپلو پيروانو ته دا تصور ورکول کيږي چې دحق کرښه هغه ده چې ستاسې مرشد او مشر کښلې ده،نو راتلونکې ټولنه به حتما له داسې ټکرونو سره مخ کيږي چې د زغم وړ نه وي.

دا ځکه چې هغه نسل چې دغه مذهبي جماعتونه يې ټولنې ته وړاندې کوي هيڅکله د روغې او جوړې په لاره نه ځي،ځکه چې ده ته ويل شوي دي چې مخالف لوری يې په باطله دی او ته په حق يې او حق او باطل کله هم تر يوه چتر لاندې ژوند نشي کولای،يا په بل تعبير،د حق او باطل ترمنځ روغه ناممکنه ده او دا جګړه به يې ترمنځ تر قيامته روانه وي.

د ديني جماعتونو ترمنځ دخوش بينۍ پر ځای بدبيني،دمنځلاريتوب پرځای توندلاري،دتوافق پر ځای اختلاف،دمينې پرځای کرکه خپرول ددې سبب کيږي چې ټولنه هم په مذهبي تعصب ککړه کړي.

هيوادونه،دمذهبي جګړې ترټولو بد بايلونکي!

د نړۍ لوی ځواکونه دخپلو موخو او اهدافو د تحقق لپاره په دريمه نړۍ کې بيلابيلې لارې چارې استعمالوي چې يوه يې هم مذهبي جګړه ده،دا مذهبي جګړې بيا دومره بد حد ته ورسيږي چې نه پکې مسجدونه خوندي وي او نه هديرې،نه پکې دفترونه خوندي وي او نه مدرسې.

دا مذهبي جګړې هغه ټولنې په ملا ماتوي چې په کومه کې زيږيدلي دي او دهمدغه ټولنې په غيږه کې تر بلوغه رسيدلي دي،همدا مذهبي جګړې له هيوادونو علمي،خلک اخلي،پرمختګونه يې ريبي،د ولسونو په زړونو کې د دين سره دمحبت پر ځای له دينه کرکه زيږوي،او بده يې لا دا چې تر ټولو ډير قرباني يې بيا عام ولسونه وي،هر هغه هيواد چې دا بدمرغه جګړه پکې پيل شي،هغه هيواد دبربادۍ په داسې لاره روان شوی دی چې بيرته يې راګرځيدل که ناممکن نه وي ستونزمن خو حتما دي.

رب دې شيخ سردار ولي او شيخ رحيم الله حقاني وبښي او دعلماؤ روان قتل عام دې همدلته پای ته و رسوي.

مربوطه مطالب

Back to top button