د عالِم مرګ دعالم مرګ ده

حسان مجاهد
په هره زمانه کې الله تعالی دانبياوو (عليهم السلام) وارثان پيداکوي، چې هغوي خلګ له جهل څخه دعلم په لور او دګمراهۍ څخه دهدايت په لوري بيايي، دوي په ځمکه کې دستورو په شان د لار ورکو انسانانو لپاره دلار موندنې ذريعې دي، ځکه نو په ځمکه کې دعلماوو بقا يو ستر نعمت او له ځمکې څخه ددوي رحلت يو نه جبريدونکی مصيبت ده؛ ولي که کله چې علم له انسانانو څخه پورته شې بيا ددوي او حيواناتو تر مېنځ امتياز ختميږي او دعلم پورته کېدل دعلماوو په مرګ سره رامنځته کیږي، دبخاري او مسلم حدیث ده رسول الله ( صلی الله عليه وسلم) وايي: ……… «ولکن يقبض العلم بقبض العلماء» علم دعلماوو په وفات سره پورته کيږي. ابن عباس (رضي الله عنه) وايي: په ځمکه کې دعلماوو په وفات سره خرابي او فساد رامنځته کيږي. له سعيد ابن جبير(رحمة الله علیه) څخه وپوښتل شو: دانسانانو هلاکت څه مهال وي؟ ده ورته وویل: « کله چې يې علماء وفات شي» سعيد ابن مسیب رح وايي: زه د زید بن ثابت رض جنازې ته ورغلم، کله چې دهغه له تدفین څخه فارغه شو؛ نو ابن عباس (رضي الله عنه) وویل« ای خلګو! که څوک په دې نه وي خبر چې علم څنګه پورته کيږي؛ نو علم داشان پورته کيږي او یقیناً نن دزيد په رحلت سره زيات علم پورته شو» رواه الطبراني.
ياده دې وي چې دهيواد په کچه ستر عالم، داهل السنت والجماعت کلک مدافع او د باطلو فرقو پر واړندې دمقاومت سپه سالار شيخ رحيم الله حقاني دبزدله دښمن له خوا په يو ناځوانمرده بريد کې دتل لپاره سترګې پټې کړې او زرګونه شاګردان او اتباع يې تر شا يتيمان پريښودل. هغه (تقبله الله) بختور ده چې څوارلس سوه کاله وروسته يې دعلي(کرم الله وجه) په شان د کلاب النار (خوارجو) له لوري په يو پلان شوي برید کې دشهادت مرګ ته لبیک وويل. خو دده له مرګه وروسته موږته څه کول په کار دي؟ موږ ته اړینه ده چې کوم علم له ده سره ترخاورو لاندې شو په کار ده چې هغه علم احيا کړو اود اهل باطلو زامې په ووهو، دده مسلک او فکر دځان لپاره تګلاره جوړه کړو او دباطل په وړاندې دمقاومت روحيه له لاسه ورنکړو، دده خلا بیا ځلې باید تر هغه په ښه توګه ډکه او راتلونکو نسلونو ته ښه پریښودله شي.
خاطره
زما له شیخ صاحب سره په ټول ژوند کې هغه مهال يو ځل ملاقات وشو، چې دی له پیښور څخه دصوبه بلوچستان پښين ضلعې ته دبيان په موخه رابلل شوی و، کله چې ماښام ناوخته بېرته دپيښور په لور روان و، نو يې ماته ووړ موټر«passo» ودرول او ويې پوښتل: ايا موږ په دغه لار لومړی کویټي بيا ورپسې پيښورته خپله لاره وغزوو؟ ماته يې خوږو او پستو خبرو (طالبه! ته موږ سره نه ځې؟ تاته موږ څه خدمت وکړو؟) زیات خوند راکړ، دوی مخ پرلورروان شو او ماله ځان سره دا هوډ وکړ چې راروان کال به موقوف عليها وړه دوره له ده سره کړې، خو ديو لړ موانعو له امله مې ونشوای کړای چې ددرس له فيوضاتو څخه يې برخمن شم تردې چې بيا مو دژوند تر اخري مرحلي ورسره ونه ليدل. روح يې ښاد، یادونه يې تل، خدمتونه يې ګټور او قبر دې منور وي.
الأرض تحـيا إذا مـا عــاش عالـمها *** متى يمت عالم فيها يمت طرف
كالأرض تحيى إذا ما الغيث حل بها *** وإن أبى عــاد في أكـنافها التلف
انا لله وانا اليه راجعون



