الجزایر کې اورلګېدنې ۲۶ کسان وژلي او ګڼ نور ټپیان دي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۷ زمری، ۱۴۰۱ل)
د الجزاير د کورنيو چارو وزير کامل” بلجود’ د هېواد ملي ټلويزيون ته ويلي، چې د اور لګېدو له امله ۲۶ تنه وژل شوي او سلګونه تنه نور ټپيان شوي دي.
د نوموړي په خبره اور تر دې مهاله ۱۸۰۰ هکتاره اباده ځمکه او ۸۰۰ هکتاره ځنګل سوځولی او اور وژونکې ډلې يې تر دې مهاله په کڼترولولو نه دي بريالۍ شوې.
د الجزاير ولسمشر “عبدالمجيد تبون” د قربانيانو له کورنيو سره غمشريکي ښودلې او د اور د وژلو لپاره يې د چټکو اقداماتو امر کړی دی.
باید وویل شي چې د اګسټ له لومړيو څخه د الجزاير په ۱۰۶ سيمو کې اور لګېدلی او په ټوليز ډول يې ۲۵۰۰ هکټاره ځنګل سوځولی دی. د چارواکو په خبره چې په ځينو سيمو کې د اور لګېدل طبيعي نه دي بلکې انسانان پکې لاس لري.



