لیبیا کې د امریکا بې پیلوټه الوتکه ویشتل شوې

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۳ وږی، ۱۴۰۱ل)
د راپورنو له مخې د لیبیا بنغازي ولایت کې د امریکا یوه بې پیلوټه الوتکه ویشتل شوې.
د لیبیا امنیتي ادارې ادعا کوي د “رېپر” په نوم دغه الوتکه یې د بنغازي هوایي ډګر ته څېرمه په نښه او غورځولې ده.
که څه هم امریکا تر اوسه د لیبیایي چارواکو د اعا په تړاو څه نه دي ویلي؛ خو د ډګروال معمرالقذافي د واکمنۍ تر نسکورېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې په دغه هیواد کې یوه امریکایي الوتکه ویشتل کېږي.



