د پاکستان سیاسي کړکیچ؛ عمران خان محکمې ته غوښتل شوی

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۳ وږی، ۱۴۰۱ل)
په داسې حال کې چې په پاکستان کې سیاسي کړکیچ دوام لري د یاد هیواد پخوانی لومړی وزیر او د حکومت مخالف ګوند تحریک انصاف مشر “عمران خان” حکومتي چارواکو او یوې ښځینه قاضۍ ته د سپکاوي په تور محکمې ته غوښتل شوی.
په ورته مهال پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د عمران خان کور ته ورغلې لارې د پولیسو له لوري تړل شوي او هیچا ته اجازه نه ورکوي چې “بنګاله” ته ورشي.
د پاکستان پخواني لومړي وزیر “عمران خان” د روانې اګست میاشتې په ۲۰ مه او ۲۱ مه نېټه اسلام اباد او پینډۍ کې د خپلو ملاتړو سترو غونډو ته په وینا کې د پاکستان د لومړي وزیر “شهباز شریف” اصف زرداري، مولانا فضل الرحمن او مریم نواز ترڅنګ د اسلام اباد امنیتي چارواکو او یوې ښځینه قاضۍ ته ګواښونه کړي و که چیرې یې نیول شوي سلاکار شهباز ګیل ته زیان ورسیږي نو یاد کسان به محکمې ته راکاږي چې تر دې څرګندونو وروسته پرې د اسلام اباد یوې تاڼه کې د ترهګرۍ قضیه ثبت شوه او اوس ورته محکمې امر کړی، چې باید په ۳۱ اګست محکمې ته د ځواب ویلو لپاره حاضر شي.
خو ایا ۷۰ کلن عمران خان په دغه قضیه کې نیول کیدای شي؟
د سیاسي چارو کارپوهان باور لري که محکمه کې عمران خان پړ وپيژندل شي د ۵ کلونو لپاره د هر ډول سیاسي فعالیت بندیز پرې لګیدلی شي او ښایي زندان ته هم ولیږل شي.
خو د عمران خان ملاتړو خبرداری ورکړی که مشر یې ونیول شي دوی به اسلام اباد ونیسي.
عمران خان چې په پاکستان کې یو له امریکا ضد سیاستوالو بلل کېږي او د روان کال اپریل میاشت کې د پارلمان لخوا تر بې واکه کېدو وروسته یې بیا بیا تور لګولی، چې حکومت یې د امریکا په اشاره پرځول شوی دی. عمران خان د روانې اګست میاشتې په ۲۱ مه نېټه د پینډۍ لیاقت باغ کې د خپلو زرګونو ملاتړو یوې غونډې ته د خبرو پرمهال ویلي و، چې امریکا ترې د اډو غوښتنه کوله ترڅو افغانستان کې ترې بریدونه وکړي؛ خو ده یې وړاندیز رد کړ چې په پایله کې پرې کودتا وشوه او حکومت یې نسکور شو.
باید وویل شي چې عمران خان له پراخ ولسي ملاتړ څخه برخمن دی او د کتوونکو په باور که ونیول شي پاکستان کې به حالات چې لا له وړاندې ترینګلي دي لا پسې خراب شي.



