کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۳ وږی، ۱۴۰۱ل)
د اسلامي امارت مرکزي ویاند “ذبیح الله مجاهد” د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې یوې خبري ناستې ته د خبرو پر مهال ویلي، چې د افغانستان پر فضا بې پیلوټه الوتکې تګ راتګ کوي خو دا الوتکې امریکایي دي او د دوی حکومت یې پر وړاندې واضح دریځ لري.
مجاهد دغه راز د هېواد په پولو کې د نا امنیو رامنځته کول د ځینو مغرضو کړیو دسیسه بللې ده او په خبره یې یادې کړۍ غواړي په دا ډول کړنو سره له ګاونډیو هېوادونو سره د افغانستان اړیکې خرابې او بې باوري رامنځته کړي؛ خو اسلامي امارت به چا ته د دې کار اجازه ورنکړي.
مجاهد همدا رنګه ویلي، چې د ایمن الظواهري د وژل کېدو پر موضوع څېړنې نه دي بشپړې شوې د یادې موضوع اړوند لا هم د دوی څېړنې روانې دي چې تر بشپړېدو وروسته به قضیه څرګنده شي.
طالب ویاند یوځل بیا ډاډ ورکړی، چې په افغانستان کې داعش ډله ځپل شوې ده او د روسیې په ګډون دې ګاونډي او د نړۍ نور هېوادونه د افغانستان له خاورې څخه له یادې ډلې د خطر احساس او اندېښنه نه کوي.
د اسلامي امارت ویاند په هېواد کې د وروستیو سېلابونو د زیانونو په اړه هم څرګندونې کړې دي او په خبره یې په تېره یوه میاشت کې د ټول هېواد په کچه د راوتلو سېلابونو له امله ۱۸۲ تنه مړه شوي، ۲۵۰ نور ټپیان شوي او ۳۱۰۹ کورونه په بشپړ یا نسبي توګه ویجاړ شوی دي.
















