کابل ټکی کام (جمعه، ۴ وږی، ۱۴۰۱ل)
اسلامي امارت یوځل بیا په خپلو ځینو مشرانو د سفر کولو د بندیز لرې کېدو غوښتنه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړي په دې هکله یو نظر نه دي روسیه او چین پر طالب مشرانو د سفر د بندیزونو مخالفت کوي.
په قطر کې د اسلامي امارت په مشرۍ د افغان حکومت د سیاسي دفتر مشر “سهیل شاهین” وايي، په سفر کولو بندیز د تعامل لپاره د دروازو تړل کیدل بلل کیدای شي او دا په سوله ییزه توګه د مسایلو حل کول ستوزمنوي.
نوموړي رسنیو ته ویلي چې وخت مهم دی او د دپلوماسۍ او خبرو اترو وخت دی. هغه زیاته کړې، چې د ټولو هغو کسانو قدر داني کوو چې د محدودیتونو د لرې کېدو لپاره یې هلې ځلې کوي.
















