کابل ټکی کام (شنبه، ۲ تله، ۱۴۰۱ل)
په کابل کې د قطر سفارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان کړی چې په کابل هوايي ډګر کې د دوی تخنیکي ټیم خپل فعالیتونه پای ته رسېدلي.
اعلاميه کې ویل شوي چې د قطر تخنیکي ټیم په نړیوالو معیارونو سره د کابل هوايي ډګر یو ځل بیا فعاله کړی، چې له امله یې د افغانستان ولس ته بشري او انکشافي مرستې ورسیدې.
د قطر سفارت زیاته کړې چې هېواد به یې د افغان ولس تر څنګ ولاړ وي.
په ورته مهال د افغانستان د ترانسپورټ وزارت یوه چارواکي وویل چې له دې وروسته به د افغانستان هوايي ډګرونه د مرستو پر اساس نه بلکې د قراردادونو لمخې اداره کیږي.
باید وویل شي چې واک ته د اسلامي امارت د بیا رسېدو او د امریکایانو له وتلو وروسته د کابل هوايي ډګر ډیری برخې ویجاړې شوې وې او ټول سیسټمونه یې لمنځه وړل شوي وو، چې بیا د قطر په تخنیکي مرسته د کابل هوايي ډګر یوځل بیا فعاله شو.


















