ایران کې روان لاریونونه؛ تر اوسه پکې ۵۰ کسان وژل شوي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲ تله، ۱۴۰۱ل)

وروسته تر هغه چې د اخلاقي امنیت پولیسو لخوا ایران کې د مهسا په نوم د یوې ځوانې نجلۍ تر مړینې وروسته خلکو پراخ لاریونونه پيل کړل، تر اوسه د ایران امنیتي ځواکونو لږ تر لږه ۵۰ تنه لاریون کوونکي وژلي دي.

 د ایران د بشري حقونو ادارې ویلي چې شپږ تنه د ګیلان په ولایت کې وروسته تر هغه ووژل شول چې امنیتي ځواکونو په سیمه کې اور بل کړ.

دې ادارې همدارنګه ویلي چې د ایران د بابول او آمول په ښارونو کې هم څو تنه وژل شوي.

په راپور کې ویل شوي چې د ایران په شاوخوا ۸۰ ښارونو او ښارګوټو کې خلکو لاریونونه پيل کړي دي.

د دې ادرې مشر محمود امیري مقدم ویلي چې لږ تر لږه پنځوس تنه تر اوسه وژل شوي او خلک لا هم د خپلو اساسي حقونو او حیثیت لپاره مظاهرې کوي.

خو د ایران حکومت د دومره ډېرو کسانو وژنه نه تاییدوي او یوازې د ۱۷ مظاهره چیانو او پنځو امنیتي ځواکونو د وژل کېدو پخلی کوي.

مربوطه مطالب

Back to top button