کابل ټکی کام (شنبه، ۲ تله، ۱۴۰۱ل)
د افغانستان اسلامي امارت اقتصادي معاونيت د ډونالډ ټرمپ د وروستیو څرګندونو په اړه د غبرګون ښودلی او د نوموړي ادعاوې يې درواغ بللي دي.
فاکس نیوز خبري شبکې لیکلي چې ټرمپ په یوه مرکه کې ورته ويلي چې د ا.ا.ا اقتصادي مرستیال ملا عبد الغني برادر ته یې ګواښ کړی وو که هغه څه چې دی یې ورته وايي عملي نه کړي، نو له منځه به یوړل شي.
ټرمپ ادعا کړې وه ويلي و:(ما د ده د کور انځور ور واستاوه. ده راته وویل زما د کور انځور دې ولې را واستاوه. ما ورته وویل چې ته باید په دې پوه شې. خو دا مې هم ورته وویل که له دې ځایه کوم څه وکړې او موږ یو سرتېری له لاسه ورکړ، نو داسې ضربه به درکړو چې هیڅ هېواد نه وي لیدلې. ده په ځواب کې راته وویل پوه شوم جلالتماب! ده راته د جلالتماب ټکی وکاراوه زه نه پوهیږم چې ولې. خو موږ په اتلسو میاشتو کې یو سرتېری هم له لاسه ورنکړ. بایډن هم خپلې وینا کې دې خبرې ته اشاره وکړه).
خو د ا.ا.ا د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیال ښاغلي ملا عبدالغني برادر اخند دفتر د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه وروستۍ څرګندونې په کلکه ردوي چې ګواکې نوموړي ملا صاحب ته د هغه د کور د انځور په استولو هغه تهدید کړی او ملا صاحب ورته د درناوي الفاظ کارولي دي.
د رياست الوزرا دفتر وايي، دا د ټرمپ له لوري یوه بې بنسټه افتراء ده.
اقتصادي معاونيت د ټرمپ د ادعاو په غبرګون کې ليکلي، چې د ښاغلي برادر او ډونالډ ټرمپ تر منځ د شوې مکالمې بشپړ ږغیز ریکارډ په اختیار کې لري او که اړتیا ولیدل شي، د یاد سند په نشر سره به د موضوع جریان له خپلو هېوادوالو او نړیوالو سره شریک کړي.


















