بغلان کې د درې ميليونه افغانيو په ارزښت د څلورو پروژو چارې پیل شوې

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۷ تله، ۱۴۰۱ل)

د بغلان ولایت په ډنډ غوري سيمه کې د درې ميليونه افغانيو په ارزښت د څلورو پروژو چارې پيل شوې.

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي انجنیر مجیب الرحمن عمر آخندزاده د پنج آموسیندیزې حوزې عمومي رئيس ښاغلي انجنیر رفیع الله مجتبی او د بغلان سیندیزې فرعي حوزې رئيس ښاغلی قاري محب الله عادل او د یاد ولایت د یو شمېر نورو محلي مسؤلینو په شتون کې پیل شوې.

مسولين وايي، په یادو پروژو کې د دوو کانالونو پاکاري او د دوو کانالونو تحکیمات شامل دي، چې چارې یې د اوبو سکتور د بشري مرستو په مالي ملاتړ د بغلان سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button