ملګري ملتونه وايي، ۲۴ ملیونه افغانان بشري مرستو ته اړتيا لري

کابل ټکی کام (جمعه، ۸ تله، ۱۴۰۱ل)

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره «اوچا» په افغانستان کې روان بشري وضعیت اندېښن بللی وايي، په افغانستان کې ميليونونه کسان په بې‌ساري توګه مرستو ته اړتیا لري.
اوچا په يوه تازه ټوېټ کې ليکلي: “۲۴ ملیون وګړي د ژوندي پاتې کېدو لپاره بشري مرستو ته اړ دي، ۲۵ ملیون وګړي یې په بې وزلۍ کې ژوند کوي او نولس ملیون وګړي د خوړو خوندیتوب نه‌لري.”
يادې ادارې پر نړیوالو غږ کړی وايي، چې څومره ژر کيدلاي شي چې له زیانمنو شويو خلکو او ټولنو سره د مرستو لپاره بسپنه ورکړي.
ملګروملتونو په افغانستان کې روان کال د بشري اړتیاو لپاره د ۴،۴ ملیارډ ډالرو مرستې غوښتنه کړې چې د اوچا په وینا تر اوسه یوازې ۱،۹ ملیارډ ډالره ترلاسه شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button