سوداګرۍ وزارت د سیمې له هیوادونو سره نوي تړونونه کوي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۱ تله، ۱۴۰۱ل)

د صنعت او سوداګرۍ وزارت په هېواد کې د خوراکي توکو او نفتي موادو د بیو راټیټولو په موخه له قزاقستان، ایران او ترکمنستان سره د نویو هوکړه لیکونو د لاسلیک هوډ لري.

د دغه وزارت ویاند “عبدالسلام جواد” وایي، چې له روسیې پېرل شوي غنم او نفتي مواد به په راتلونکو اوونیو کې کابل ته راورسېږي.

له بل لوری د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي: د هېواد پر بانکونو د لګول شویو محدودیتونو له امله له نورو هېوادونو سره د افغانستان د سوداګریزو توکو د راکړې ورکړې بهیر ټکنی شوی دی.

پر افغانستان لګول شویو بندیزونو هېواد ته د چاپ شویو بانکنوټونو د لېږد بهیر هم له ستونزو سره مخ کړی دی.

د افغانستان بانک د تفتیش کمېټې رئیس له یوې امریکایۍ رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، افغانستان په ۲۰۲۰ م کال کې د افغانیو د چاپ لپاره له پولنډ سره یوه هوکړه لاسلیک کړه، خو د جمهوري نظام له نسکورېدو وروسته هېواد ته د چاپ شویو بانکنوټونو د لېږد بهیر هم ودرول شو.

مربوطه مطالب

Back to top button