کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۱ تله، ۱۴۰۱ل)
د افغانستان بانک وايي، چې افغانستان سره د بشري مرستو په لړ کې نن څلويښت ميليونه ډالر کابل ته راورسيدل.
د افغانستان بانک په يوه تازه خبرپاڼه کې ويلي، چې د څلويښت ميليونه امريکايي ډالرو دغه کڅوړه یو سوداګریز بانک ته سپارل شوې ده.
خبرپاڼه زياتوي، د افغانستان بانک هېواد ته له قانوني او اصولي لارو د اسعارو له راتګ هر کلی کوي او د نړیوالې ټولنې له مرستو د مننې ترڅنګ له دې ټولنې غواړي چې خپلې مرستې د بانکي سکتور له لارې تر سره کړي.
د افغانستان بانک وايي، تل يې هڅه کړې چې د هېوادوالو لپاره غوره بانکي چوپړتیاوې برابرې کړي او له ټولو نړیوالو مالي او بانکي بنسټونو سره د اصولو او مقرراتو په رڼا کې غوره اړیکې ولري.
















