د افغانستان بانک ۱۲ ميليونه ډالر لیلاموي

د افغانستان بانک ۱۲ ميليونه ډالر لیلاموي

کابل ټکی کام (شنبه، ۳۰ تله، ۱۴۰۱ل)

د افغانستان بانک د افغانیو پر وړاندې د ډالرو د ارزښت د کمښت په موخه، سبا د یکشنبې په ورځ د روان کال د ربیع الثاني د میاشتې په ۳ نېټه (۱۱) میلیونه ډالر د لیلام په ډول پلوري.
د افغانستان بانک د یوې خبرپاڼې په نشرولو سره په شرايطو برابر له ټولو صرافانو او تجارتي بانکونو څخه غوښتي، چې په ياده داوطلبۍ کې ګډون وکړي او د داوطلبۍ ګټونکي یې مکلف کړي چې خپل حسابونه د ورځې تر پايه پورې تصفيه کړي.
په خبرپاڼه کې يادونه شوې ده، چې ‏د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کیږي، د داوطلبۍ ګټوونکي د خپل ذمت د قیمت پیسې به په یو ځل په نغد ډول په ټاکلي موده کې د افغانستان بانک ته سپاري.

مربوطه مطالب

Back to top button