حسان مجاهدو/ لمړۍ خاطره:
په کندهار کې د دولت یوه ځواکمنه پوسته وه چې د “بدوانو”
پوسته یې بلله. له دې پوستې سره کمونستانو په خورا حساس او حاکم ځای
کې ټانک درولی و، چې له ګذارونو نه يې مجاهدین ډېر تکلیف وو. ډېرو
مجاهدینو څو ځله کوښښ وکړ، چې دا ټانک له مينځه يوسي او مجاهدین یې
له شر څخه خلاص شي ، خو له بیا بیا هڅو سره سره یې کوم مجاهد په ویشتلو
بریالی نه شو. بالاخره د سیمې مجاهدینو د ميوند له سنګیسار نه د مرستې
لپاره ملا محمد عمر مجاهد راوغوښت او همدا ټانک مرحوم ملا محمد عمر په
آر پي جي راکټ په ډېر مهارت په نښه کړ او له مينځه يې یو ړ. دې ته ورته د هغه
بل ملګر ی ملا عبید الله اخوند له روسانو سره د جهاد په دوران کې د کندهار د
محله جات په سیمه کې په یوه مخامخ جګړ ه کې د روسانو دومره ټانکونه او
مو ټرونه وسو ځول، چي په سبا ور ځ له لېر ې نه کتونکو خلکو ګمان کول چې دا سو ځول
شو ی کتارده، نو ګومان یي کاوه چې وروسي کاروان اوس هم ولاړ دی.
ملاعبید الله اخوند د طالبانو په واکمنۍ کې د ملي دفاع وزیر شو او د امریکا له
یرغل وروسته د ملا محمد عمر مجاهد د نائب په تو ګه و ټاکل شو. ارواښاد په
پای کې د پاکستان په زندان کې تر شکنجې لاندې په ۲۰۱۰ کال کې شهید
شو.
دوهمه خاطره:
د شوروي یرغلګرو پر ضد د جهاد پر مهال د کندهار-هرات پر
لویه لار د ژ ړۍ ولسوالۍ د سنګیسار په سیمه کې د روسانو ټانکونه تیر ېدل.
ملا محمد عمر مجاهد چې ملا عبدالغني برادر هم
ورسره و، د روسانو په يوه قوه د برید لپاره یوازې د راکټ څلور ګولۍ وررسه
و ې، دو ی له همغو څلورو ګولیو سره د دښمن په کتار جنګ شروع کړ چې په
ترڅ کې یې په همدې څلورو مرمیو د دښمن څلور ټانکونه وویشتل.
در ېیمه خاطره:
د ډنډ ولسوالۍ په تیموریانو سیمه کې ملا محمد عمر د روسانو
اوه ټانکونه په داسې حال کې په راکټ وویشتل چې په نوبت به د روسانو
ټانکونه د مجاهدینو د سنګرونو پر لور د جګړې لپاره رامخکې کېدل. په هغه
جګړ ه کې د شاهدانو په وينا ملامحمد عمر او ملا عبیدالله مجاهدینو ته نجات
ورکړ او د روسانو مجهزه قوه یي له پوره ماتې سره مخ کړ ه. د جنګ په اخر کې
ملا عبیدالله اخرين ټانک له ويشتلو سره په يوه وخت زخمي شو.
له کال ۱۳۶۲ل ـ ۱۹۸۳ م تر۱۳۷۰ -۱۹۹۱ پور ې ملا محمد عمر مجاهد د
کندهار میوند، ژ ړۍ، پنجوایي او ډنډ ولسوالیو په مربوطاتو کې چې د شوروي
قواوو پر ضد د جهاد مهم مرکزونه وواو نږ دې هره ور ځ به یې مجاهدین له
دښمن سره په جګړ ه بوخت وو، همدارنګه د زابل په ولایت کې د شهرصفا
ولسوالي او مرکز “قلات” اړ وند سیمو کې د کابل ــ کندهار پر لویه لار د روسي
یرغلګرو په خلاف ډېر بريالي عملیات ترسره کړ ل، چې په ټولو هغو کې په خپله
ملا محمد عمر مجاهد برخه لرله.
تر ټولو خوښه وسله يې د روسي جنګي شوبلو/ ټانکونو پر ضد استعاملېدونکې
خورا مؤثره وسله R.P.G.7 توغندی و، چې د مجاهدینو په مينځ کې به راکټ بلل
کېده اودهغې په ویشتلو کې يې ځانګړی مهارت درلود..
مأخذ: (ملامحمد عمر طالبان او افغانستان) دمرحوم ملا عبدالحي مطمئن صیب کتاب