امریکایي رسنۍ: ایران پر سعودي عربستان بریدونو ته چمتوالی نیسي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۱ لړم، ۱۴۰۱ل)
امريکايي رسنۍ وايي، رياض واشنګټن ته داسې اسناد او شواهد سپارلي چې ښيي ايران پر سعودي عربستان بريدونو ته چمتووالی نيسي.
والسټريټ ژورنال او واشنګټن پوسټ ورځپاڼو خبر ورکړی، چې د سعودي له لوري امريکا ته سپارل شوي شواهد او اسناد معتبر بريښي، له همدې کبله سيمه کې مېشتو امريکايي پوځيانو د چمتووالي کچه لوړه کړې ده.
د امريکا د ملي امنيت شورا وياند ويلي چې رياض او واشنګټن يو له بل سره په پوځي او اطلاعاتي برخو کې اغېزناک تماسونه لري.
که څه هم ايران لا په دې اړه رسماً څه نه دي ويلي خو شنونکو ويلي چې تهران غواړي د سعودي په ګډون د عراق او سوريې پر ځينو برخو بريدونه وکړي او په ايران کې له روانو خطرناکو لاريونونو د نړيوالو پام په بله کړي.
د ویلو ده چې په ايران کې له تېرې يوي نيمې مياشتې راهيسې پراخ لاريونونه روان دي چې ایراني حکومت یې رېښې بهرنۍ بولي. ايران له همدې کبله د عراق په کردستان کې څو ځله هوايي بريدونه هم کړي دي.



