کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۱ لړم، ۱۴۰۱ل)
په افغانستان کې د قطر سفیر وایي چې له اړمنو افغانانو سره د مرستو په موخه یې هېواد یې غواړي په افغانستان کې ددغه هېواد دولتي خیریه موسسه پرانیزي.
د اسلامي امارت په مشرۍ د افغان سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند “عبدالقهار بلخي” په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې، په افغانستان کې د قطر هېواد سفير “سعيد بن مبارک الخيارين” د بهرنيو چارو وزير اميرخان متقي سره کتلي دي.
د بلخي په خبره، په ياده کتنه کې د قطر سفير وويل، غواړي په افغانستان کې د قطر خيريه مؤسسې دفتر پرانیزي.
هغه وویل، چې د دې موسسې له لارې به دوی په افغانستان کې د اړمنو، کونډو او يتيمانو سره لازمې مرستې کوي.
د قطر سفیر زیاته کړې چې هیواد یې غواړي له افغانستان سره خپلې اړيکې نورې هم پياوړي کړي. بلخي ویلي، بهرنيو چارو وزير ښاغلي متقي په دې لیدنه کې په خپل وار د قطر له همکاريو مننه وکړه.
هغه سفیر ته ډاډ ورکړ چې د قطر د خیریه ادارو په فعالیت کې به پوره همکاري وکړي او همداراز يې د مرستو د وېش په برخه کې دهمکارۍ ډاډ ورکړ.
















