د کابل پولیسو ٣ تنه د غلا کړل شویو دوه موټره بادامو په تړاو نیولي

کابل ټکی کام(شنبه، ۲۱ لړم، ۱۴۰۱ل)
د کابل پولیس وايي، چې ٣ تنه يې د غلا کړل شویو دوه موټره بادامو په تړاو نیولي دي.
یاد غله د کابل ولایت اړوند ١٦ حوزه کې د دوه موټرو بادامو سره لاس په لاس نیول شوي.
د پوليسو په خبره، ياد غلا کړل شوي بادام د کندهار څخه کابل ته راوړل شوي وو.
د نیول شوو غلو نسبتي دوسیه د پولیسو تر څیړنو لاندې ده.



