ترکیې له څلور کلن ځنډ وروسته اسرائیل ته نوی سفیر وګماره

کابل ټکی کام(شنبه، ۲۱ لړم، ۱۴۰۱ل)
د راپورونو له مخې، ترکیې له څلور کلن ځنډ وروسته له یهودي دولت سره د اړیکو د عادي کولو په موخه اسرائيل ته خپل سفير وټاکه.
د ترکيې رسنيو ويلي، چې پرون جمعه د نومبر ۱۱مه د ترکي ولسمشر رجب طیب اردوغان د یو فرمان «تجربه کار دیپلومات ساکر اوزکان تورونلر» اسراييلو ته سفير ټاکل شوی دی.
نوموړي، ديپلومات د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۴ کلونو تر منځ په بیت المقدس کې د ترکیې د جنرال قونسل په توګه دنده ترسره کړې ده.
ترکي حکومت د ۲۰۱۸ کال په مې میاشت کې له اسرائیلو څخه خپل سفیر وويست او د اسرائیل د پوځ له خوا د لسګونو فلسطینیانو د وژلو له کبله یې د اسرائیل سفیر هم له خپل هیواد څخه وشړه.
د ترکيې او اسرائيلو تر منځ اړيکې وروسته له هغې خرابې شوې، چې رجب طيب اردوغان د اسرائيلي اشغالګرو پر حکومتي پاليسۍ نيوکې وکړې، خو په انتخاباتو کې د بنیامین نتنیاهو تر بريا وروسته اردوغان ورته د مبارکۍ پیغام واستوه.



