نجيب فرهودي
د قوشتپې ستر کانال ۲۸۵ کيلومتره اوږدوالی ۱۰۰ متره سور او ۸.۵ متره ژوروالی لري.
قوشتیپې کانال درې پړاوونه لري:
اول پړاو یې چې ۱۰۸ کیلومیتره اوږدوالی لري، د آمو له سیند څخه پیل کیږي او د بلخ ولایت دولت آباد ولسوالۍ ته رسېږي .
دوهم پړاو : اوږدوالی ۱۷۷ کیلو میتره دی چې د بلخ له دولت آباد څخه پیل کیږي، د جوزجان ولایت له اقچې ولسوالۍ څخه تېریږي او د فاریاب ولایت اندخوۍ ولسوالۍ ته رسېږي.
دریم پړاو: پر زراعتي ځمکو د فرعي کانالونو د تقسیم دی. دغه پروژه به په شپږ کاله کې مکملېږي چې د لومړي پړاو د بشپړتیا لپاره یو کال او د پاتې دوو پړاوونو لپاره پنځه کاله وخت په نظر کې نیول شوی دی.
او تخمیني بودیجه ورته شپږ ملیارده افغانۍ ټاکل شوې ده.
دغه کانال ۵۵۰ هکټاره ځمکه خړوبولاى شي او په يوه ثانيه کې به ۶۵۰ متر مکعب اوبه لېږدوي.
افغانستان ۶۷ ميليارده اوبه لري چې تقریباً ۲۰ سلنه يې په داخل کې مديريت شوي دي او باقي نورې په يو بحراني حالت کې قرار لري.
دا دغه سترې پروژې کارونه د افغانستان د ملي پرمختيا شرکت لخوا په ۱۱۴ ځایونو کې د ۲۶۰۰ ماشینونه او ۴۰۷۷ کارکوونکي پر مټ مخته وړل کېږي.
په دې هيله چې د افغانستان ټولو اوبو څخه په کور دننه مناسبه ګټه واخيستل شي تر څو د نورو د محتاجۍ او مجبوريتونو خلاص شو . او افغانستان لا هم سمسور او د پاکي هوا خاوند شي.
تل دي وی سرلوړي افغانستان