ناروې له افغانستان سره ۲۲ میلیونه ډالره مرسته کوي
کابل ټکی کام(شنبه، ۲۸ لړم، ۱۴۰۱ل)
په يوه تازه پريکړه کې د ناروې حکومت اعلان کړی چې افغانستان سره د ۲۲ ميليون ډالره مرسته کوي.
ناروې حکومت په خبرپاڼه کې ويلي، ياده مرسته به د ملګرو ملتونو او نړيوال بانک له لارې په افغانستان کې د خوراکي توکو د خوندیتوب او بنسټیزو خدمتونو د کچې لوړولو په موخه ترسره کړي.
ناروې د افغانستان اوسنی اقتصادي وضعيت ناوړه بللی او ويلي يې دي چې دغه هېواد کې بشري اړتياوې مخ پر زياتېدو دي.
د ناروې د بهرنیو چارو وزات ویلي، چې نوې مرستې به د روغتیا او پوهنې په برخو کې ولګول شي.


















