کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱ لیندۍ، ۱۴۰۱ل)
د اسلامي امارت په مشرۍ د افغان سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر ملا “امیرخان متقي” د نړۍ له ټولو هېوادونو څخه غواړي چې په ډاډه زړه د خپلې استازولۍ او سفارتونه بېرته افغانستان کې پرانیزي.
متقي ډاډ ورکوي چې په افغانستان کې امنیت ټینګ شوی او د نړۍ هېوادونه هم غواړي چې خپلې اقتصادي پروژې افغانستان کې بېرته پیل کړي.
نوموړي له نړیوالو وغوښتل چې پر اسلامي امارت باور وکړي او بېلا بېلو برخو کې پانګونه وکړي.
متقي ډاډ ورکوي چې افغانستان د هېوادونو د پانګونې لپاره لازمې اسانتیاوې برابروي.
د بهرنیو چارو وزیر وايي، سیمییزه همغږي او د سیمې د هېوادونو نږدې او ګډه همکاري د شته ننګونو یوازینۍ حل لاره ده.
د نوموړي په وینا سیمییزه امنیتي همکارۍ د هېوادونو تر منځ د احتمالي امنیتي ګواښونه له منځه وړلی شي.


















