د زلزلې له زيان څنګه ځان وژغورو؟

لیکوال: عرفان الله شرفزوی

زلزله د ځمکې د لړزې یو الهي افت دی، چې څو ثانیې دوام کوي او ډېری وخت انسانانو ته د مرګ ژوبلې د اړولو ترڅنګ کورونه او ودانۍ ړنګوي. کله چې هم د زلزلې له امله په یوه ټولنه کې مرګ ژوبله او مالي زیان رامنځ ته شي، نو د خیرپالو ټولنو او وګړو وجیبه وي، چې د زیانمنو وګړو لاسنیوی وکړي او د زلزلې له زیانونو یې وژغوري.

هر کال په نړۍ کې سلګونه زلزلې پېښېږي، چې په منځنۍ توګه په هره دقيقه کې يوه يا دوه زلزلې د ځمکې خاورينه کُره لړزوي. زلزلې یوازې په وچه کې نه، بلکې په سمندرونو کې هم رامنځ ته کېږي.

د زلزلې د رامنځ ته کيدو لاملونه :

پوهانو په وروستو دوه پېړیو کې د زلزلې د رامنځ ته کېدو په اړه ډېر معلومات ترلاسه کړي، خو تر اوسه واحدې نظریې ته ندي رسيدلي. ددغه نظريو په رڼا کې ویلی شو، چې زلزلې په ځمکه کې د داخلي محرکه قواو په شتون کې د لویو چاودنو له امله رامنځ ته کېږي، خو د رامنځ ته کیدو سبب یې د الله سبحانه و تعالی له لوري د انسانانو وېرول دی؛ ترڅو د شریعت پر سمه لاره روان واوسي او له نواهیو ځانونه وساتي.

د زلزلې مرکز او څپې :

هره زلزله يو مرکز لري، چې له دې مرکزه د زلزلې څپې او موجونه هر لوري ته خپرېږي. لکه څنګه چې مونږ د اوبو ډنډ ته يوه تیږه وغورځوو، نو څومره چې څپې د تیږې له ځايه لرې کېږي په همغه کچه يې شدت او سرعت کمېږي. د زلزلې څپې او موجونه همدا ډول دي؛ څومره چې دزلزلې څپه له مرکزه لرې کېږي په همغه کچه يې شدت او زيانونه کمېږي. د زلزلې مرکز د ځمکې په ژوروالي کې له ۱ څخه تر ٨٠٠ کېلو مترو پورې وي. که چېرې د زلزلې مرکز له خلکو د ډکې سیمې لاندې وي، نو پراخ ځاني او مالي زيانونه به رامنځ ته کړي. دغه ډول زلزلو د هېواد په بدخشان، تخار، کابل او غزني په ولایتونو کې په تېر کې زيات زيانونه اړولي. د زلزلې د څپو چټکتيا په ځمکه کې په ميده خاورو کې ٢.٥ کېلو متره او په شګو او جغل کې په يوه ثانيه کې ١.٥ کېلو مترو ته رسېږي.

د زلزلې وړاندوينه :

که څه هم تراوسه څېړنو نده جوته کړې، چې له زلزلې وړاندې په یقیني توګه کوم څه پېښېږي، چې مونږ یې د زلزلې د راتګ وړاندوینه وبولو؛ خو ځینو تجربو ښودلې، چې له زلزلې وړاندې څاروي، خزنده او مرغان ځانګړي غبرګونونه ښيي، نارامه حرکتونه ترسره کوي او د تېښتې هڅه کوي. تراوسه انسان په دې نه دی توانېدلی، چې وپوهېږي د کومې وړاندوینې پر مټ کله او چېرته زلزله رامنځ ته کېږي.

په افغانستان کې زلزلې :

افغانستان د ځمکې د کُرې له هغو زلزله لرونکو سيمو دی، چې د مدېترانې په کمربند کې پروت دی. دا کمربند له پرتګاله پیل کېږي او د مدېترانې له حوزې، تورې بحيرې، منځنۍ اسيا او هُماليا تېرېږي او تر اندونيزيا غځېدلی. د ځمکې په کُره کې له ټولو رامنځ ته کېدونکو زلزلو په ١٠٠ کې ١٧ يې په همدې کمربند پورې اړه لري.

په افغانستان کې هم د نړۍ د نورو برخو په څېر له ډېر پخوا زلزلې منځ ته راغلي، خو لومړني مستند اسناد یې د بابر پاچا يادښتونه دي، چې په کې په ۱۵۰۵ زېږدیز کال کې په کابل کې د یوې زلزلې له امله د ډېرو وګړو د مړینې او کورونو د ړنګېدو یادونه شوې. له هغې راپه دېخوا په لسګونو لویې او کوچنۍ زلزلې رامنځ ته شوي، چې زرګونه وګړي یې شهیدان کړي او لسګونه زره کورونه یې نړولي. وروستۍ لویه زلزله په پکتیکا او خوست ولایتونو کې هممهاله وه، چې له ۱۰۰۰ پورته هېوادوالو یې شهیدان او ټپیان کړل او ۲۱۰۰۰ څخه زیات کورونه یې ونړول.

له زلزلې وړاندې بايد څه وکړو؟ :

• ددې لپاره چې د زلزلې پر مهال مونږ ته ځاني او مالي زیان پېښ نشي، نو له هر څه لومړی لازمه ده هغه وداني چې مونږ په کې هستوګنه کوو د ودانیو چارو له ټاکلو شرایطو سره برابر جوړه شي.

• د الماريو پر سر له ډېرو شيانو په ځانګړې توګه د ښېښه یي لوښو له کېښودلو باید ډډه وشي.

• ماشومانو او تنکیو ځوانانو ته په کور او ښوونځيو کې له زلزلې د ځان ساتلو لارښوونې او تربيت ورکړئ.

• د زلزلې پر وخت باید برېښنا پرې شي او د ګاز او اوبو نلونه بند شي، ځکه د ګاز او برېښنا له امله د اور لګېدو وېره وي، چې د زياتو مالي او ځاني تلفاتو وېره هم ورسره مله وي.

د زلزلې پر مهال بايد څه وکړو؟ :

• کله چې زلزله شي، نو باید خپل حواس او زغم له لاسه ورنکړو، د ارام اوسېدلو هڅه وکړو، د کور غړو ته ډاډ ورکړو او که د کورنۍ کوم غړي ته مو ستونزه رامنځ ته شي، نو په بیړه یې مرسته وکړو.

• باید کوښښ وکړو له ودانۍ ځان او د کورنۍ غړي انګړ او یا کوڅې ته وباسو؛ ترڅو د ودانۍ د چت د نړیدو، د دیوالونو د راپرېوتو، د بریښنا د مزو د شارتۍ له زیان او له پاسه د توکو د رالوېدو له امله زیانمن نشو.

• د زلزلې پر وخت باید د اور د لګولو هڅه ونکړو.

• د بدن د نورو غړو په پرتله باید د سر ساتنې ته لومړیتوب ورکړو؛ کم تر کمه په بیړه پرې د خپلو لاسونو څنګلې پاس ونیسو.

• که چېرې د زلزلې پر مهال په موټر کې سفر کوو، نو باید د زلزلې د جټکو تر پای ته رسیدو پورې موټر ودروو او که د کوم پُل لاندې واوسو، نو په بیړه باید له پُل لرې شو.

• باید د زلزلې پر مهال پر برېښنا له ګرځېدونکو (چلېدونکو) توکو ګټه وانخلو، ځکه شونې ده بریښنا پرې شي او مونږ خوندي ځای ته د ځان له رسولو بې برخې شو.

له زلزلې وروسته بايد څه وکړو؟ :

• لومړی باید خپل ځان وګورو، چې زلزلې خو مونږ ته کوم جسمي زیان ندی رسولی؛ که مونږ روغ یو او یا سرسري ټپ ولرو، نو باید د کورنۍ د غړو او یا نورو ټپي شویو وګړو لاسنیوی وکړو او په بیړه یې د درملنې مرکز ته ورسوو.

• له نړېدلو او نيمه نړېدلو ودانيو باید لرې شو، ځکه کېدای شي د زلزلې بله جټکه رامنځ ته شي او نیمه نړیدلې ودانۍ به مونږ ته زیان واړوي.

• په څو ساعتونو کې د بیا زلزلې د احتمال لپاره لازم چمتووالی باید ونیسو، ځکه ډېری وخت په یوه زلزله پسې څو ساعته وروسته د بلې زلزلې امکان وي.

• ودانۍ ته له ننوتلو وړاندې باید د ودانۍ ارزونه وکړو؛ ترڅو ډاډه شو چې ودانۍ ته په ورننوتو کومه داسې نړېدلې برخه خو به شتون نه لري، چې زمونږ د ورننوتلو له حرکاتو ونړېږي او مونږ ته زیان واړوي. که چېرې داسې کوم څه ووینو، چې ودانۍ ته زمونږ د ورننوتلو له حرکاتو سره یې د پرېوتو امکان وي، نو باید ودانۍ ته ورنېږدې نشو.

• کومو رسنیو ته مو چې لاسرسی شونی وي؛ باید زر تر زره یې وڅارو او د شوې زلزلې له اړولي زیان او د زیانمنو د لاسنیوي له مرستې خبر شو.

• کله چې زلزله د باران پر مهال وشي، نو باید له زلزلې وروسته له ودانيو ووځو او له ودانیو لرې ځای ته ځانونه ورسوو، ځکه شونې ده له زلزلې وروسته د زلزلې له امله نړیدو ته نېږدې شوې ودانۍ باران ونړوي.

مربوطه مطالب

Back to top button