کابل ټکی کام (يکشنبه، ۴ جدي، ۱۴۰۱ل)
د افغانستان د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د افغانستان په چارو کې د ایران ولسمشر له ځانګړي استازي او په افغانستان کې د ایران سفارت سرپرست حسن کاظمي قمي په مشرۍ پلاوي سره کتلي دي.
د رياست الوزرا اقتصادي معاونيت وايي، په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان او ایران ترمنځ پر سیاسي، اقتصادي اړیکو او په ایران کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه هر اړخیزې خبرې کړي دي.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د افغانستان اوسنی وضعیت د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډې همکارۍ د زیاتوالي له پاره یو ښه فرصت بللی او زياته کړې ده ، چې د افغانستان اسلامي امارت د کانونو، انرژۍ او کرنې په برخه کې د ایران اسلامي جمهوریت له خوا د پانګونې له پاره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.
د ایراني پلاوي مشر حسن کاظمي قمي په افغانستان کې رامنځته شوی وضعیت بې مخینې او ګټور بللی او له افغانستان سره يې په اقتصادي ډګر کې د همکارۍ د چمتووالي ترڅنګ زياته کړې:« ایران د کانونو په استخراج او کرنې کې په کافي اندازه تجربه لري او دوی اماده دي چې خپلې عملي تجربې له افغانانو سره شریکې او په دې برخه کې عملآ پانګونه وکړي».


















