د بلوچستان کوهلو ضلعې په کاهان کې د يوه افسر په شمول ۵ پاکستاني پوځيان وژل شوي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۵ جدي، ۱۴۰۱ل)

د پاکستاني پوځ د عامه اړيکو څانګې (ای ايس پي ار) په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې د يو کيپټن په شمول پنځه پوځيان د ګزمې په وخت په ځمکه کې د ښخ شوي ماين د چاودنې له امله وژل شوي دي.

په خبرپاڼه کې د وژل شويو نومونه کيپټن فهد، لانس نايک امتياز، سپاهي اصغر، سپاهي مهران او سپاهي شمعون دي. د پوځ ترمخه دې ځواکونو په کاهان کې د استخباراتي معلوماتو په بنیاد د پلټنې عمليات کول چې چاودنه پرې شوې.

له پاکستانه د بلوچستان د ازادۍ لپاره جنګېدونکې وسله والې ډلې،بلوچ لېبریشن ارمي د دې حملې مسوولیت په غاړه اخيستی دی.

يادې ډلې رسنيو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې په کاهان کې یې ۸ پاکستاني سرتيري وژلي دي. دې ډلې زیاته کړې چې دا برید یې په ځمکه کې د ښخ د ريموټ کنټرول بم له لارې کړی دی.

په کاهان کې تر دې مخکې هم ورته بریدونه شوي‌دي. د اپريل په میاشت کې د پوځ پر يوه پوسته برید کې د پاکستانيو ځواکونو يو مېجر وژل شوی وو.

مربوطه مطالب

Back to top button