‏د إمام أبوحنيفه رح يو پټ راز چې د هغه تر مرګ وروسته ښکاره شو

عبدالرحمن محمود

إمام أبوحنيفه رحمه الله د ماخوستن لمونځ د مسجد په مؤذن پسې وکړ، مؤذن په لمانځه کې سورة الزلزلة تلاوت کړ، کله چې لمونځ وشو خلګ ټول ووتل يواځې امام صاحب أو مؤذن پاته شول.

‏مؤذن وايي چې ما امام صاحب ته وکتل چې هغه په تفکر مصروف ؤ، أو يوه نرمه نرمه ساه يې ایستل،له مسجد څخه ووتم أو د مسجد څراغ مې بل پريښود چې تيل هم ډير کم پکې وه.

شپه تيره شوه د سهار د لمانځه وخت شو، مسجد ته راغلم چې امام ابوحنيفه رح پرخپل ځای په همغسې کيفيت او تفکر سره ناست دی.

‏او څراغ لاهم بل دی او امام ابوحنیفه رح له ځانه سره په ژړغوني آواز دا جملې وايي:

(يامن يجزي بمثقال ذرة خير خيرا، ويامن يجزي بمثقال ذرة شر شرا، أجر النعمان عبدك من النار وأدخله في سعة رحمتك)

ژباړه:ای هغه ذاته چې د مثقال ذرة د خير په عمل، جزاء د خير ورکوې او د مثقال ذرة د شر په عمل جزاء د شر ورکوې، نعمان له أوره وساته أو جنت ته یې داخل که.

مؤذن وايي چې زه ورنږدې شوم امام ابوحنيفه رحمه الله وليدم، أو راته ويې ويل چې څراغ وړې؟

[ د امام صاحب رحمه الله دا فکر وو چې تر أوسه ماخوستن دی ]

ما ورته وویل چې د سهار وخت را داخل شوی، د سهار د لمانځه وخت دی.

‏نو بيا امام ابوحنيفه رح راته وويل چې کوم څه دې ليدلې له ما څخه يې هم پټ که أو بل څوک هم مه خبروه، بيا یې د ماخوستن په اوداسه دوه رکعته د سهار سنت وکړل او بيا يې فرض په جماعت را سره وکړه.

مؤذن وايې چې امام ابوحنیفه رحمه الله وفات شو دا قيصه مې ښکاره کړه.

المأخذ: شذرات الذهب.

مربوطه مطالب

Back to top button