پنجشنبه, اپریل 16, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home سرمقاله

امريکا ؛ د بشري حقونو سرغړوونکې او که پالوونکې؟!

احسان تکل نشرونکی: احسان تکل
دسمبر 26, 2022
کټګوریانې: سرمقاله, مهم
0
15
ځلې شریک شوی
188
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

ابوالياس جهادوال
د اسلامي امارت له حاکميت او د صليبي يرغل له ماتې وروسته د امريکا په شمول يو شمېر لويديزو هېوادونو او په هغوی پورې تړليو بنسټونو يوځل بيا په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونې په اړه نيوکو ته زور ورکړی دی.
امريکا په ټوله نړۍ کې ځان د بشري حقونو د تحقق داعيه داره بولي خو دا چې په‌خپله هم د خپلو اتباعو دغه حقونه مراعاتوي او که له دغې موضوع څخه د يوې الې په توګه د خپلو سيالانو پر ضد او د خپلو ګټو د تحقق له‌پاره استفاده کوي؟ په دغه ليکنه کې دغو مواردو ته لنډه کتنه کوو:
که څه هم د نړۍ په کچه او په خپله متحده ايالتونو کې د امريکايي چارواکيو او دولت له‌خوا د بشري حقونو د سرغړونې موارد ډېر پراخ دي خو ايرانۍ « پايګاه حوزه» مجلې په تېرو سلو کلونو کې دغو سرغړونو ته کتنه کړې چې دلته يې په لنډه توګه له ځينو مواردو څخه يادونه کوو:
الف . توکم‌پالنه
امريکايي سياستوال غواړي چې خپل هېواد د بشري حقونو په برخه کې تر نورو مخکښ وښيي، په داسې حال کې چې امريکايانو نه يوازې په درېيمه نړۍ او منځني ختيځ کې د خلکو له ټولنيزو او فردي حقونو څخه په پراخه کچه سرغړونې کړي، بلکې په خپله امريکا کې هم د تور پوستو او سور پوستو پر وړاندې بشر ضد جنايتونو څخه هم سترګې نه‌شي پټېدی.
توکم پالنه امريکا ته د اروپايي کډوالو په راتګ او د دغې لويې وچې له تشکيل سره هم‌مهاله هغه مهال پيل شوه چې دغو کډوالو د سيمې له اصلي اوسيدونکيو «سور پوستو» سره تبعيضي چلند پيل کړ او د نابرابرو جګړو په ترڅ کې يې هغوی داسې وځپل شول چې له خپلو ټولو سياسي او ټولنيزو حقونو څخه يې محروم کړل او لاهم په دغه ډول معادلاتو کې هيڅ ونډه نه‌لري.
له دې سربېره تورپوستي چې د امريکا د نفوس درېيمه برخه جوړوي، له پراخ توکميز تبعيض سره مخ دي؛ د رسمي شمېرو له مخې له سپين پوستو سره ډېر طبقاتي واټن لري، کلنی عايد يې ورڅخه ۵۶ سلنه کم او د وزګارتيا کچه يې هم ورڅخه دوه برابره زياته ده.
همدارنګه د امريکا قضايي او انتظامي سیسټمونه هم له تور پوستو سره ظلم کوي او د زندانيانو ډېری برخه يې تور پوستي جوړوي. د ۱۹۷۳ ـ ۱۹۷۹ کلونو د مطالعاتو پر بنسټ چې د جورجيا ايالت په۱۲۰۰۰ قضايي قضيو کې ترسره شوې، د سپين پوستي مقتول په قتل تورن تور پوستي د اعدام احتمال تر سپين پوستي هغه ۳/۷ برابر زيات دی.
ب . نظامي سياستونه
کله چې په ۱۶۰۰ ميلادي کال کې د امريکايانو پخواني نيکونه (اروپايان) امريکا ته راګډه شول او د دغې لويې وچې واګې يې په لاس کې واخېستې، نو په لومړيو کې يې يوازې په۱۳ ختيځو سواحلي ولايتونو کې ژوند پيل کړ، خو وروسته يې پر مکسيکو بريد وکړ او د ياد هېواد څو شمالي ايالتونه يې تر خپل واک لاندې راوستل او په اقيانوسيه سواحلو کې يې د « Hawaii »جزايرو پر لور پرمختګ وکړ تر دې چې د دغو استعماري سياستونو پايله کې يې تر ۱۹۰۰ کلونو پورې دغه وچه پر يوې سترې امپراطورۍ بدله کړه.
ج . اطلاعاتي فعاليتونه
د امريکا اطلاعاتي سازمان بنسټ په ۱۷۹۰ کال کې د ياد هېواد د لومړي جمهور رئيس جورج واشنګټن واکمنۍ په لومړيو کې د «بهرني تعامل» په موخه کېښودل شو . د دغه بنسټ کلنۍ بودجه په ۱۷۹۲ کال کې يو ميلیارد ډالر وه او د یاد هېواد د کلنۍ بودجې ۱۲ سلنه برخه يې جوړوله چې له دويمې نړيوالې جګړې وروسته يې له تمرکز څخه د سي آی اې سازمان رامنځته شوه.
سي آی اې داسې يو جاسوسي سازمان دی چې د نړۍ په ډېری برخو کې له وژنو، کودتاوو، ګواښ، جنايتونو او وژنو ډک تاريخ لري او د امريکا د ملي ګټو ساتنې په پلمه د نړۍ د ډېری هېوادونو په کورنيو چارو کې لاسوهنه کوي. د دغه سازمان فعاليتونه تر ډېره له امريکا څخه بهر چارو باندې متمرکز دي او د متحده ايالتونو د پټو بهرنيو پوليسو په نوم سره شهرت لري.
د دغه سازمان پخوانی رئيس «ویلیام کیسی » وايي: « سي آی اې په ټولو هغه هېوادونو کې د ثبات کچې ارزونې برخه کې جاسوسي فعاليتونه کوي چې د امريکا له‌پاره ارزښت لري». په تېرو ۵۰ کلونو کې د نړۍ په کچه زيات شمېر سياسي رهبران د دغه سازمان له‌خوا له واکه لېرې شوي او يا وژل شوی دي لکه په اندونيزيا کې سوکار نو، په کانګو کې لومومبا پاتريس او په چيلي کې آلنده. همدارنګه د کيوبا د پخواني ولسمشر فيډال کاسترو د وژلو ناکامه هڅه او په سل‌هاوو داسې جنايتونه چې لاپټ پاتې دي، د دغه سازمان له عمده فعاليتونو څخه ګڼل کېږي.
د سي آی اې پخوانی غړی جان استاول وايي « په تېرو ۳۰ کلونو کې د سي ای اې په پټو عملياتو کې ۱.۵ ميليونه کسان وژل شوي دي»
دا په داسې حال کې ده چې د دغه سازمان جاسوسان ډېری د ډيپلوماټو او خيريه مؤسسو د کارکوونکيو په جامه کې په نورو هېوادونو کې د امريکا د ګټه تأمين له‌پاره کار کوي او د فعاليتونو ډېر تمرکز يې هم پر تحصيلي او روزنيز مؤسسو، ښځو او ځوانانو دی.

لوی ټکي: امریکابشريجهادوالحقونه
مخکینې مطلب

ملګرو ملتونو افغانستان ته د بشري مرستو رسولو مخې نيولو ګواښ وکړ

بل مطلب

ذبیح الله مجاهد: امریکايي چارواکي باید زموږ په کورنیو چارو کې مداخله ونه کړي

ځانګړي مطالب

خبرونه

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
خبرونه

کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026

وروستي

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

ټولګټو چارو وزارت: د کندهار–سپین بولدک سړک دویم لین دویم لاټ ۹۷ سلنه بشپړ شوی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 15, 2026
0

د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

د بلخ مسؤولین: تېر کال د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 15, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • سنټکام: د ایران بندرونه مو کلابند کړي؛ هېڅ کښتۍ ته د تګ اجازه نه ورکوو

    15 شریک شوي
    شریکول 6 Tweet 4
  • د سیمې د کړکېچ په هکله د اردوغان خبرداری؛ که اړتیا شي، د اسرائیلو دننه به عملیات وکړو

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د بلخ مسؤولین: تېر کال د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

ټولګټو چارو وزارت: د کندهار–سپین بولدک سړک دویم لین دویم لاټ ۹۷ سلنه بشپړ شوی

د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com