کابل ټکی کام (دوشنبه، ۵ مرغومي، ۱۴۰۱ل)
د اسلامي امارت په رهبرۍ د افغان سرپرست حکومت مرکزي ویاند “ذبیح الله مجاهد” د امریکایي چارواکو وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې امریکايي چارواکي باید زموږ په کورنیو چارو کې مداخله ونه کړي.
د مجاهد په خبره کومې مؤسسې چې په افغانستان کې فعالیت لري زموږ د هېواد د قوانینو او فرمانونو په رعایت مکلفې دي.
د نوموړي په خبره موږ چاته اجازه نه ورکوو چې د بشري مرستو تر عنوان لاندې د اسلامي امارت د پریکړو او مشرانو په اړه بې مسؤلیته خبرې یا تهدید وکړي.
















