امارته! د موټر جلب دې تاؤ کړہ

امارته!
حفيظ پيرزاده:
امارته! د موټر جلب دې تاؤ کړہ
ته د حج په نیت روان یې ترکستان ته
امارته! په ولس باندې نور رحم
لږ خو وگورہ زموږ څیرې گریوان ته
امارته! د ناټو سازش روان دی
قرارداد یې بیا ورکړی پاکستان ته
امارته! د ولس په مقابل کې
څوک به ستا پشان را ودانگي میدان ته؟
امارته! ته عقاب یې لوړ پرواز کړہ
نظر مه کوہ د خپل کلي ډیران ته
امارته! ته وارث د شھیدانو
لنډ اندي د مرگ پیغام دی، ستر ارمان ته
امارته! زموږ ھیلې امیدونه
ښیرازي در څخه غواړي ھر افغان ته
امارته! د زخمي زړونو ټکور شه
مټې ونغاړہ د خپل ولس درمان ته



