کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۲ مرغومي، ۱۴۰۱ل)
د اسټرالیا په یوې سیاحتي سیمه کې د دوو چورلکو د ټکر له امله څلور تنه وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي. رویټرز خبري اژانس ویلي، چې د اسټرالیا په ګولډ کاسټ کې د سیاحت یوې سیمې ته نږدې په هوا کې د دوو چورلکو د ټکر له امله څلور کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي. سیمه کې پولیس چارواکو هم رسنیو ته یاده مرګژوبله تایید کړې ده. تراوسه د یادو چورلکو د ټکر لامل نه دی معلوم.


















