دفاع وزارت د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وروستۍ څرګندونې پاروونکي او بې اساسه بللي
کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۱ جدي، ۱۴۰۱ل)
د افغانستان د ملي دفاع وزارت د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د وروستیو څرګندونو په تړاو غبرګون ښودلی.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت په خپره کړې اعلامیه کې راغلي، چې په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د تحريک شتون او پر هغوی په افغانستان کې دننه د احتمالي برید کولو په اړه د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر وروستۍ څرګندونې پاروونکي او بې اساسه دي.
دفاع وزارت وايي، سره له دې چې د پاکستاني طالبانو د مرکزونو شواهد په ياد هېواد کې شتون لري، د پاکستاني چارواکو دا ډول ادعاوې د دواړو ګاونډیو او وروڼو هېوادونو ښې اړیکې زیانمنوي.
دفاع وزارت غوښتنه کړې، چې هر ډول تشویش باید د تفاهم له لارې رفع شي زياته کړې ده افغانستان لا وارثه ندی (موږ د تل په څېر د هېواد له ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ څخه دفاع ته چمتو یو) او د خپل ګران هیواد په دفاع کې تر هرچا ښه تجربه لرو.


















