د حزب اسلامي مشر د هیواد د بهرنيو چارو وزیر ته د پروني تروريستي بريد په اړه د خواشينۍ او تسليت مراتب وړاندې کړل

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۲ مرغومي، ۱۴۰۱ل)

د افغانستان د حرب اسلامي ګوند مشر “انجينير حکمتيار” د هیواد د بهرنيو چارو له وزیر ښاغلي مولوي أمير خان متقي سره په يوه ځانګړې ټيليفوني مکالمه کې پر بهرنيو چارو وزارت ترسره شوی تروريستي بريد پر کلکو ټکو وغانده او هغه يې د دين او هېواد د نامردو او ذليلو دښمنانو کړنه وبلله؛ او ترڅنګ يې نوموړي ته د خپلې ژورې خواشینۍ او تسلیت مراتب وړاندې کړل.

ښاغلي حکمتيار همداراز د يادې پېښې مظلومو قربانيانو ته د الله تعالیٰ له درباره د فردوس جنت، ټپيانو ته د عاجلې روغتيا او کورنيو يې د جميل صبر او جزيل أجر غوښتنه وکړه.

مربوطه مطالب

Back to top button