د ضمير کابلوف او متقي ليدنه: روسیه د افغانستان ثبات او پرمختګ غوښتونکي ده

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۲ مرغومي، ۱۴۰۱ل)

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د ا. ا. ا. د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیر خان متقي سره کتلي دي.

په دې اړه د بهرنيو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان او روسیې پر دوو اړخیزو اړیکو، سیمه‌ییزو مسایلو، اقتصادي همکاریو او په افغانستان کې د وروستیو پرمختګونو په باب ‏هراړخیزې خبرې کړي دي.

ښاغلي متقي له مسکو مننه کړې چې په هغه هېواد کې يې افغان سفارت ته ټولې اسانتیاوې برابرې کړې دي.

دغه راز د افغانستان او روسیې ترمنځ پر سوداګریزو راکړو ورکړو هم خبرې شوي له روسیې څخه د نفتو، ګازو او غنمو پر واردولو هم ‏بحث شوی او له روسي پلاوي څخه یې غوښتل شوي چې د ګمرکې تعرفې په برخه کې افغانستان سره ځانګړی چلند وکړي.

د روسیې ځانګړي استازي په خپلو خبرو کې د بهرنیو چارو وزارت ته څېرمه د پرونۍ پېښې له امله غمرازي څرګنده کړې او زیاته کړې ده چې دښمنان هڅه کوي څو افغانستان ناامنه کړي.

کابلوف وویل ‏روسیه په افغانستان کې ثبات او پرمختګ غواړي او نه غواړي د غربي هېوادونو په څېر پر افغانستان نیوکې وکړې او په کورنیو چارو کې يې لاسوهنه وکړي.

کابلوف زیاته کړې، چې روسیه نه غواړي افغانستان له نړیوالې ټولنې څخه منزوي شي. ده وویل، دواړه هېوادونه باید په دې اړه ګډې هڅې وکړي.

‏د روسيې د ولسمشر ځانګړي استازي وویل، هېواد به یې په ګڼو برخو کې افغانستان سره خپلو همکاریو ته ادامه ورکړي.

ده زیاته کړه، افغانستان د پاکستان، منځنۍ اسیا او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ په وده کې ګټور رول لوبولای شي.

مربوطه مطالب

Back to top button